د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پيښې په هرات، لوګر او بادغس ولایتونو کې ثبت شوي دي.
عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تازه مواردو کې دوه پيښې په هرات، دوه په لوګر او یوه پيښه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.
په دې سره افغانستان کې د کرونا د پيښې شمیر ۲۱ ته ورسید.