د پروان په مرکز چاریکار ولایت کې د یوه جهادي قومندان، خواجه نبي صدیقي زوی دوه کسان په ډزو وژلي دي.
د پروان د پولیسو قومندان محمد محفوظ ولیزاده ویلي چې د خواجه نبي زوی له پيښې وروسته له سیمې تښتیدلی، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
د ولیزاده په وینا خواجه نبي ژمنه کړې چې خپل زوی به پولیسو ته تسلیم کړي، خو تر اوسه یې درک نه لګیږي.
د پروان د پولیسو قومندان همداشان وویل چې وژل شوي کسان هم غیر مسووله وسله وال وو.
په همدې حال کې د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار هم ویلي چې دغه کسان په یوه وسله واله نښته کې وژل شوي دي.
خواجه نبي صدیقي په پروان ولایت کې یو ځواکمن پخوانی جهادي قومندان دی، چې تیرو ټاکنو کې یې له ولسمشر غني ملاتړ کړی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د جهادي او سیاسي چارواکو د کورنیو غړو له لوري د خلکو د وژلو او ځورولو رپوټونه خپریږي.
څه وړاندې په کابل کې د بل جهادي مشر حاجی الماس زاهدزوی هم یو کس په ډزو وژلی و، خو تر اوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې. حاجي الماس هم ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړی و.