د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې په سیمه ییزو پولیسو کې د طالبانو یو نفوذي کس خپل قومندان او درې نور ملګري وژلي دي.
په کندهار کې یوه سیمه ییز چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي یک تلویزیون ته وویل چې دغه کس له پيښې وروسته تښتیدلی او وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.
خو یوې بلې سرچینې ویلي چې په دې پيښه کې یو قومندان او شپږ نور سرتیري وژل شوي دي.
دا پيښه پرون شته د ژیړۍ ولسوالۍ په چهار ښاخۍ سیمه کې شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان افغان امنیتي سرتیري په نښه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په کراتو داسې بریدونه شوي دي.
دا پيښه داسې حال کې شوئ چې افغان او بهرني چارواکي او عام وګړي له طالبانو د تاوتریخوالو د کمیدو تمه کوي.