د کرونا ۵ نورې مثبتې پيښې په هرات او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې.
عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې په یو اعلامیه کې ویلي چې ۴ تازه پيښې په هرات او یوه پيښه په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۱۶ تنو ته ورسید.
روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه ۲۰۶ مشکوکې پيښې په روغتونونو کې کتل شوي، چې ۱۶ یې مثبت او ۱۹۰ یې منفي وتلي دي.
۵۶ نورې مشکوکې پيښې تر کتنې لاندې دي او لا معلومه نه ده چې څومره نورې پيښې به مثبتې راووځي.
تر اوسه د کرونا۱۰ مثبتې پيښې په هرات، ۳ پيښې په سمنګانو، یوه په کاپيسا کې، یوه په بلخ کې او یوه په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.