د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي وایي سیاسي مشران خپلې ستونزې په خپله حکوي او د دوی دنده داده چې د خلکو ساتنه وکړي.
ښاغلي اندرابي نن شنبې کابل کې د حساب ورکونې په نوم ناسته کې خبرې کولې.
مسعود اندرابي وویل پولیس په خپلو چارو کې هیڅ شخصي او سیاسي چلند نه کوي.
هغه د بګرام له زندانه د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو هم وویل چې تر نن ورځې غرمې پورې هیڅ طالب بندی نه دی ازاد شوی او په دې اړه د حکومت ټاکل شوی پلاوی خپلې چارې پرمخ بیایي.
د ولسمشر غني د څو ورځې وړاندې فرمان پر اساس ټاکل شوې وه چې نن شنبې له یاد زندانه ۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د ولسمشر غني له فرمان سره مخالفت کړی و او ویلي یې و چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان باید له هوکړې سره سم له بین الافغاني خبرو وړاندې ازاد شي.
مسعود اندرابي په کابل کې د عبدالعلي مزاري تلین مراسمو کې د برید په تړاو وویل چې په دې پيښه کې د لاس لرلو په تور یې درې کسان نیولي دي.
کابل کې د عبدالعلي مزاري ۲۵م تلین مراسمو کې د برید په پایله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.