په افغانستان کې د کرونا درې نورې مثبتې پيښې په کاپيسا، بلخ او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې.
په دې سره په هیواد کې د کرونا د مثبتو پيښو شمیر لسو ته ورسید.
له دې وړاندې د کرونا پنځه مثبتې پيښې په هرات او دوه په سمنګان ولایت کې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا وزارت نن شنبې په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر اوسه ۱۸۱ مشکوکې پيښې په لابراتوارونو کې کتل شوي دي چې ۱۰ مثبتې نتیجې او ۱۷۱ منفي نتیجې ترې وتلي دي.
همداشان ۵۲ نورې مشکوکې پيښې هم تر معاینې لاندې دي.