ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
ارګنن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ګوترش ولسمشر غني د مبارکۍ په استول شوي لیک کې هغه ته له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
د ارګ په اعلامیه کې د ګوتریش له خولې لیکل شوي: “خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم.”

د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان له مخې نوموړي تمه ښودلېچې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري نوره هم زیاته شي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د سیاسي لارې افغانستان ته د سولې رسېدلو باندې په ټینګار سره ویلي چې ملګر ملتونه د ښځو او ځوانانو معناداره ونډې سره په افغانستان کې د سولې د ټول شموله پروسې ملاتړ وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
خو د یادولو ده چې همدې سره هم مهاله عبدالله عبدالله هم د ټولشموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده.

تر اوسه د دوی ترمنځ د رامنځته شوي اختلافاتو ختمولو لپاره د کورنیو او بهرنیو مشرانو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
په وروستي مورد کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د کړکیچ ختمولو لپاره له عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.