افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یماموتو په افغانستان کې د داسې ټولشموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی، چې ټولو ته د منلو وړي.
د ملګرو ملتونو دفتر په یوه پیغام کې ویلي چې دا خبرې ښاغلي یمامونو عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر رامنځته شوو مسایلو او سولې بهیر باندې خبرې کړې دي.
یماموتو ټینګار کړی دی چې دواړه مشران دې سره یو ځای شي او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو دې سره سلا شي.
د یماموتو په خبره دوی دې داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان ځانونه پکې ګډ وبولي.
هغه ویلي دداسې یوه حکومت جوړول د سولې د پروسې لپاره مهم دي. ملګرو ملتونو داسې مهال د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې پیل کړې چې تر دې وړاندې په دې اړه د امریکا منډې ترړې ناکامې شوې دي.