د افغانستان حکومت یو ځل بیا د طالب زندانیانو خوشې کیدلو پر وړاندې د شرطونو خبره کړې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې افغان حکومت د طالب زندانیانو خوشې کولو ته ژمن دی، خو په دې برخه کې ځینې شرطونه هم لري.
د صدیقي په وینا دا تضمین باید وجود ولري، چې خوشې کیدونکي بندیان به بیا د جګړې لیکو ته نه ځي.
د صدیقي په خبره لومړی شرط دا دی چې طالبان باید له جګړې لاس واخلي، داسې نه کیږي، چې هم حګړه کوي او هم امتیاز غواړي.
د ده په وینا دوی د زندانیانو په اړه تضمین غواړي، خوشي کېدونکي طالبان باید د دې ډلې جنګي ماشین تود نه کړي.
صدیقي وویل، د طالبانو په زندانيانو کې يو شمېر بهرنيان هم شته، خو نوموړي په دې اړه نور جزيات ورنه کړل.
صدیقي همدا راز وویل چې د سولې په جوړیدونکې رهبري شورا کې ټول سیاسي مشران شامل دي. د خبرو اترو پلاوي په اړه خبرې نهايي کېدو ته نږدې دي، بس یواځې د یو شمېر سیاسي مشرانو مشورو ته منتظر دي څو لېست نهايي شي.
ولسمشر غني په یوه فرمان کې د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشې کیدو څرنګوالي په اړه یو فرمان ورکړ.
د دغه فرمان له مخې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان په لومړي سر کې د حسن نیت په موخه خوشې کیږي او پاتې نور یې د بین الافغاني خبرو له پیلیدو وروسته په هغه صورت کې چې تاوتریخوالی کم شي، خوشې کیږي.
بله خوا، د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي د دوی او امریکا ترمنځ شوې هوکړه کې د بندیانو خوشې کولو لپاره هیڅ مخکې شرط نشته او دوی د اشرف غني دغه فرمان نه مني.
طالب ویاند ویلي د افغان حکومت دا ډول شرطونه د سولې پر وړاندې مخالفت دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې نن له هیواده بهر د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې روانې وای، خو ولسمشر غني له دې خبرو یوه ورځ وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه.
د اشرف غني لوړې سره سم عبدالله عبدالله هم د ټولشموله حکومت د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل. کوم څه چې اوس روانه وضع د سولې پر ځای سیاسي بحران ته وخوځوله.