د سالنګونو لویې لارې چارواکي وایي دغه لاره د یوې مودې لپاره د هر ډول وسایطو تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
دغه چارواکي وایي په شمالي سالنګ کې سختې واورې وریږي او ورسره جوخت توپان هم روان دي. د دوی په وینا د واورې پنډوالي د موټر تګ راتګ لپاره خنډ جوړ کړی، نور تر څو چې دغه واورې پاکې شوې نه وي، مسافران نشي کولی له دغې لارې تیر شي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست په یوه بیانیه کې ویلي کیدای شي چې د واورو ورښت د نن ورځې تر مازدیګره دوام وکړي. د سالنګونو لویه لاره هر کال د واورو ورښتونو او توپانونو له امله د خلکو پرمخ تړل کیږي.