د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غواړي چې، له تاوتریخوالي لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.
د افغانستان ولسمشر غني سعودي ته د خپل سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمدالعثیمین سره وکتل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د بین الافغاني خبرو، ولسمشریزو ټاکنو او افراطیت سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.
په خبر پاڼه کې راغلي: « د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین جمهوررئیس غني، د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د واده پر مراسمو د برید له امله تسلیت ووایه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له دغه ډوو تاوتریخوالي باید لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.»
همدارنګهولسمشر غني په جده ښار کې د اسلامي پراختیا بانک رئیس ډاکټر بندرالحجار سره هم کتلي چې، په دغه کتنه کې د افغانستان او اسلامي پراختیا بانک ترمنځ په افغانستان کې د یوه سل بستریز روغتون او څلورو بابه نورو کلینیکو د جوړلو هوکړه لیک لاسلیک شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې د عمرې مراسم به پرځای کولو سربیره د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.