د بریټانیا د روغتیا وزیرې نادین ډوریس وروسته تردې چې پوه شوه د کرونا ازموینه یې مثبته ده، خپل ځان یې په کور کې قرنطین کړ، تر څو د نورو کسانو د ککړ کیدو لامل نشي.
په دې سره په بریټانیا کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمیر شپږو تنو او د ناروغانو شمیر ۳۸۲ تنو ته ورسید.
که څه هم چې په چین کې د کرونا ویروس مخه تر ډیره حده نیول شوې ده، خو په یو شمیر نورو هیوادونو کې اوس هم په چټکۍ سره قرباني اخلي.
افغانستان کې هم پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۷ تنو ته رسیدلی دی.