د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو څرنګوالي په اړه فرمان ورکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وړاندې د حسن نیت لپاره خوشې کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې غني وړاندې ویلي و چې له بین الافغاني خبرو وړاندې بندیان نه خوشې کوي.
د ارګ د اعلامیې پر بنسټ، د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کیدو لړۍ په د کب میاشتېپه ۲۴ نیټه چې د شنبې ورځ ده، پيلیږي.
ارګ ویلي دغه بندیان له بایومټریک کولو وروسته خوشې کیږي او دوی به په کتبي ډول ژمنه کوي چې بیا به د جګړو لیکو ته نه ځي.
پردې اساس به له راتلوي شنبې ورځې وروسته هره ورځ ۱۰۰ تنه بندیان د دوی عمر، روغتیايي وضعې او د بند مودې ته په کتو سره، خوشې کیږي.
ولمسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو وروسته به په هرو دوو اونیو کې ۵۰۰ بندیان خوشې کیږي چې ټولټال ۳۵۰۰ تنه کیږي، خو دا په دې شرط چې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ تر څلورمې مادې لاندې لیکل شوي چې د ملي امنیت شورا به د دغه فرمان د تطبیق دنده پر غاړه لري او نورې اړوندې ادارې به ورسره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پرون اعلان وکړ چې دوی امریکایانو ته د خپلو بندیانو لیست ورکړی او تمه لري چې د هماغې لیست سره سم یې بندیان ازاد شي.