امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.
په تړون کې ویل شوي چې افغانستان کې ټول میشت بهرني ځواکونه به د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه وځي.
د امریکايي پوځ ویاند ډګروال سوني لیګټ د امریکايي پوځ وتل اعلان کړي دي. ډګروال لیګټ په خبره، امریکا به له افغانستان د خپلو سرتېرو اېستلو سره سره د خپلو ټولو موخو د ترلاسولو لپاره ټول پوځي وسایل او چارې په ځای وساتي.
د همدې تړون له مخې تاکل شوې وه چې نن سه شنبې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي، خو د افغانستان حکومت تر اوسه دې کار لپاره پلاوی نه دی اعلان کړی.
طالبانو د دغو خبرو پیلیدو لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.
افغان ولسمشر لومړیو کې ویلي و، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره به هغه شرط ونه مني چې له مخې یې د دې ډلې بندیان خوشي کېږي.
خو هغه پرون دوشنبې د خپلې لوړې مراسمو کې وویل چې سبا د بندیانو خوشې کولو څرنګوالي په اړه فرمان ورکوي.