په لوګر ولایت کې د هاوان مرمۍ چاودنې په نتیجه کې ۸ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي ویاند، دیدار لونګ ویلي دغه پيښه پرون دوشنبې د دغه ولایت په ارزې ولسوالۍ کې شوې ده.
په دې پيښه کې یو ماشوم وژل شوی او ۷ نور ژوبل دي.
پيښه هغه مهال شوې چې ماشومان د هاوان له مرمۍ سره لوبې کولې.
افغانستان کې د جګړو له کلونو پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنې نتیجه ډيری وخت داسې پيښې کیږي.