د امريکا حکومت ویلي، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدو او د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې سره کلک مخالف دي.
دا غبرګون په داسې حال کې ښودل کیږي چې پرون په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې اشرف غني او عبدالله عبدالله د افغانستان ولسمشرانو په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي امریکا پرد ې کار کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.
په بيان کې همدارنگه راغلي چې امريکا د يو متحد افغانستان غوښتونکې او د سولې لپاره پر خبرو بوخته ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه بيان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د ښاغلو غني او عبدالله د ليوالتيا هرکلى شوى دى.
اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو د د پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د جوړیدو ژمنې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:”موږ په کلکه د هر هغه عمل مخالف یو چې موازي حکومت جوړ کړي او د سیاسي توپیرونو د لرې کولو لپاره له زور کار واخلي.”
په بیان کې دا هم زیات شوي چې، د امریکا متحده ایالات په کلکه د یو موټي او خپلواک افغانستان ملاتړی دی او د سولې لپاره په جدي هڅو کې ښکېل دی او د طالب بندیانو خوشې کولو په تړاو یې د ولسمشرغني د حکم د اعلان هرکلی کړی.