افغان ولسمشر اشرف غني وایي سبا د سه شنبې په ورځ د طالب بندیانو خوشې کولو څرنګوالي په اړه یو فرمان ورکوي.
ښاغلي غني چې نن دوشنبه یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د طالب بندیانو خوشې کیدل، د خلکو امنیت سره مستقیم تړاو لري.
هغه وویل داسې یوه تګلاره یې موندلې چې له مخې به یې د طالب بندیانو خوشې کولو سره په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راشي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د طالب بندیانو خوشې کیدل رد کړي و او ویلي یې و چې په دې اړه به بین الافغاني خبرو کې پریکړه کیږي.
ولسمشر غني نن په ارګ کې د دویم ځل لپاره افغانستان ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
هغه د خپلو خبرو پرمهال وویل چې راتلونکی حکومت به یې یواځې د دولت جوړوونکي ټیم حکومت نه وي، بلکې د ټول افغانستانحکومت به وي.
ولسمشر زیاته کړه چې موجوده کابینه به د دوو اونیو پورې په خپل حال کې پاتې وي او له هغه وروسته به نویو ګمارنو باندې سلا مشورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني د تیر پنځه نیم کال په موده کې د افغانستان کابینه بشپړه نه شوه او تر اوسه د سرپرستانو له لوري اداره کیږي.
تمه ده چې ولسمشر به دغه دور کې وکړای شي خپله کابینه بشپړه کړي.
بل لوري ته، عبدالله عبدالله هم نن اجراییه ریاست کې پر همدې وخت د ټولشموله دولت د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
عبدالله وویل په ټاکنو کې له دوی سره درغلي شوې او چمتو دی چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.