نا معلومو وسله والو تیره شپه په کابل کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي وژلي دي.
د کابل د پولیس ویاند، فردوس فرامرز ویلي دغه پيښه پرون یکشنبې ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل اتمې حوزې اړونده (قلعه برقي) سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي فرامرز په وینا له کوره غلا نه ده شوې او پولیس د پيښې څرنګوالي معلومولو لپاره لاس په کار شوي دي.
په وروستیو څو ورځو کې داسې مرموزې او هدفي وژنې زیاتې ترسره کیږي.
پرون هم په کابل کې د لوګر د ولایتي شورا یو غړی محمد ناصر غیرت له خپلو دوو تنو سانونکو سره په وسله وال برید کې ووژل شو.