د سمنګانو ولایت د ولایتي شورا غړی سید حلیم سادات چې، د وسله والو طالبانو لخوا برمته شوی و، نن یې جسد په بغلان ولایت کې پیدا شوی.
د سنمګانو د پولیسو ویاند منیر احمد رحیمي یک تلویزیون ته وویل، چې سید حلیمساداتپرون شنبه له ملګرو سره یو ځای کابل ته په لار روان و چې، په بغلان کې د وسله والو لخوا برمته او نن یې جسد د همدغه ولایت په چشمه شیر سیمه کې پیدا شوی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.