افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما ویلي د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي، خو د ښځو حقونه او د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې نباید د دغه بهیر قرباني شي.
د ملګرو ملتونو سازمان همداشان له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د ډیرې ونډې غوښتنه هم کړې ده.
دغه بنسټ ویلي چې د سوله ییزې او هر اړخیزې ټولنې رامنځته کیدو لپاره اړتیا ده چې افغانې ښځې، ښوونې او روزنې، روغتیا او غوره چارو ته لاسرسی وموندل شي او ټولو سیاسي پریکړو کې له پارلمان څخه نیولې د سولې مذاکراتو پورې، ښځې په بشپړه توګه استازي ولري.
تدامیچي یماموتو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دی، ویلي سره له دې چې افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د پام وړ پرمختګونه شوي دي، خو لاهم دې برخه کې سیاسي او ټولنیز فشارونه شته چې باید دغه وضع بدلون وکړي.
نن د مارچ د میاشتې اتمه ورځ د ښځو نړیواله ورځ ده، چې هر کال د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي.