طالبانو د امریکايي چارواکو هغه ادعا رد کړې ده چې ویل کیدل طالبان سولې ته اراده نه لري او د هوکړې د ماتولو په هڅه کې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالبان امریکا سره پر شوې هوکړې ولاړ دي او خپله ژمنتیا به د سولې بهیر تر پایه وساتي.
دا په داسې حال کې دي چې یو شمیر پاکستاني رسنیو د ځينو طالب قومندانانو له قوله لیکلي چې دغه ډله افغانستان کې د راتلونکي پسرلي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
په رپوټ کې راغلي چې طالبانو په هغه صورت کې چې د بین الافغاني خبرې بریالي نشي، ۱۵ زره جنګیالي د جګړې لپاره تیار کړي دي.
رسنیو دا هم لیکلي چې د طالبان د هوکړې پر بنسټ، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې عملیات نه کوي، خو پر افغان ځواکونو باندې بریدونه به جاري وساتي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د کب د میاشتې په شلمه چې دوه ورځې ورته پاتې دي، د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيل شي.
طالبانو دغو خبرو ته د چتووالي اعلان کړی دی، خو افغان حکومت تر اوسه دغې چارې لپاره پلاوی نه دی اعلان کړی.
شنونکي وایي کیدای شي ولسمشر غني د خپل واک د بایللو له ویرې طالبانو سره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.