افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي که چیرې د افغانستان حکومت په رسمي ډول له دوی غوښتنه وکړي، نو دوی چمتو دي چې افغانستان ته ترهګرۍ سره مبارزې لپاره پوځیان ولیږي.
کابلوف فدرال خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي دوی به افغانستان کې راتلونکي حکومت ته منتظره وي، ترڅو په دې تړاو دریځ روښانه کړي.
کابلوف ویلي لومړی اړینه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو پایلو ته انتظار وایستل شي، څو داسې یو حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وویني.
هغه زیاته کړې چې دوی به د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د دغه هېواد له چارواکو سره پر نظامي مرستو خبرې وکړي.
هغه یو ځل بیا ویلي، طالبان تر اوسه په قطر کې شوې هوکړې ته ژمن دي او په خبره یې، روسیه هیله لري چې دا هوکړه په سمه توګه عملي او افغانستان له روان بحرانه ووځي.
د کابلو په وینا طالبانو ځکه د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه چې د اشرف غني حکومت یې د بندیانو خوشې کیدو پر وړاندې خنډ کیښود.
دا په داسې حال کې دي چې امریکا اوس تازه طالبانو سره هوکړه کړې چې تر ۱۴ میاشتو پورې به له دغه هیواده وځي.
معلومه نه ده چې افغانستان ته به له امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د روسیې یا بل کوم هیواد سرتیري راشي که نه، خو یوه خبره چې معلومه ده داده چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او نه شتون کې جګړه نه ده ختمه شوې.