په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر تر سلو زرو رسیدلی دی.
دا ویروس لومړی د چین په ووهان ایالت کې پیدا شو او وروسته د افغانستان په شمول ۷۰ هیوادونو کې خپور شو.
افغانستان کې پرون د جمعې په ورځ د دغه ویروس درې نورې مثبتې پيښې هم ثبت شوې.
له چین وروسته ایران هغه هیواد دی چې له دې ناروغۍ سخته کړیږي.
په امریکا ۱۵ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي او دوه سوه نور ورسره لاس او ګریوان دي.
د امریکا ولسمشر د کرونا سره د مبارزې او واکسین جوړولو لپاره د اته اعشاریه درې میلیاد ډالرو مصوبه لاسلیک کړې ده.
تر اوسه د دغې ویروس مخنیوي لپاره دومل نه دی جوړ شوی او معلومه هم نه ده چې دغه ښکارنده به تر کومه له انسانانو قرباني اخلي.