د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې۷ تنه ولسي وګړي د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
د هرات ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پيښه پرون د جمعې په ورځ هغه مهال شوې چې طالبانو خواجه نور سیمه کې پر یوه کلي برید وکړ.
په پيښه کې ۷۱ نور کسان ټپیان شوي دي، چې میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي.
دا برید داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې ده راتلونکو نږدې ورځو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيل شي.
افغان او امریکایي چارواکو له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
پرون په کابل کې هم د وسله والو یوه برید کې ۳۲ تنه ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.