اجراییه مشر عبدالله عبدالله د هوکړې سره سم د افغانستان له زندانونو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو ملاتړ وکړ.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند، فریدون خوځون یک تلویزوین ته وویل چې د سولي خبرو پرمخ بیولو لپاره د باور جوړول مهم دي.
د ښاغلي خوځون په وینا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د افغانستان د ۱۰۰۰ سرتیرو خوشې کیدل اړین دي.
د خوځون په خبره دغه زندانیان باید بې له ځنډه او په خپل ټاکلي وخت کې چې هوکړه پرې شوې، ازاد شي.
همدا شان رویټرز خبري اژانس هم د ښاغلي خوځون له خولې لیکلي: “موږ باور لرو چې له اږدو خبرو وروسته د هوکړې مسوده کې ټولې موضوعګانې د دواړو خواوو له لوري منل شوي دي، نو له همدې د سولې هوکړه کې شیان باید بې له ځنډه عملي شي.”
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني د دغو زندانیانو د خوشې کیدو پر وړاندې په کلکه مخالفت کړی دی.
تردې چې ویل کیږي د امریکا او ولسمشر غني اړیکې هم پر همدې موضوع خړې شوي دي.
طالبانو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کیدل د بین الافغاني خبرو پیل لپاره شرط بللی دی، خو د افغانستان حکومت وایي پر دې موضوع باید بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.