د امریکا د پوځ مشر، جنرال مایک میلي ویلي په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له تړون وروسته، افغانستان کې پر میشتو امریکایي او ایتلافي ځواکونو هیڅ برید نه دی شوی.
بله خوا رویټرز خبري اژانس په یوه ريوټ کې ویلي چې هلمند کې پر طالبانو د امریکا له وروستي هوايي برید وروسته دغې ډلې د دې برید څیړنې لپاره بیړنۍ ناسته کړې ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د شنبې په ورځ په قطر کې لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې به طالبان نور افغانستان کې پر میشتو امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او په مقابل کې به یې امریکا هم افغانستان کې پر طالب جنګیالیو له هوایي بریدونو لاس اخلي.
خو امریکايي ځواکونو پرون د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ پر طالبانو هوایي برید وکړ.
امریکايي چارواکو ویلي دغه برید یې د دې لپاره کړی چې طالبانو د افغانستان ځواکونو پر یوې قرارګاه ډلیز بریدونه کړي و.