د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز وایي ماسکونه د کرونا ویروس مخنیوي کې هیڅ ګټه نه لري.
ښاغلي فیروز وویل د پوزې او خولې پټولو ماسکونه یواځې هغو کسانو لپاره دي چې ناروغان وي او نه غواړي دا ناروغي نورو کسانو ته ورشي.
هغه وویل د کرونا ویروس دومره ګوچنی دی چې د ماسک له سوریو په اسانۍ سره کولی شي تیر شي.
د روغتیا وزیر نن پنجشنبه، کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې.
ده د ویروس مخنیوي لپاره یو لړ سپارښتنې هم لرلې. د بیلګې په توګه هر وګړی باید په کافي اندازه وړاندې له دې چې ستونی یې وچ شي، اوبه وڅښي.
همدا شان د لاسونو بار بار مینځل هم کولی شي انسان له کرونا خوندي وساتي.
هغه وویل کرونا ویروس په ځینو هیوادونو کې د پراختیا په حالت کې دی، خو افغانستان کې داسې کوم څه نشته چې په اړه یې اندیښنه وشي.
د ده په باور په ایران، چین، جنوبي کوریا او ایټالیا کې د کرونا ویروس په چټکې سره خپریږي او له دغو هیوادونو راستنیدونکي افغانان د مشکوکو پیښو په توګه پلټل کیږي.
ښاغلي فیروز سپارښتنه وکړه چې د نوي کال په ورځو کې باید میلمستیاوو، جشنونو او نورو ګڼه ګوڼو سیمو ته له تلو باید ډډه وشي.
د روغتیا وزیر د تیر کال فعالیتونو په اړه هم د حساب ورکونې په نوم معلومات ورکړل.
هغه وویل تیر یو کال کې د هیواد په روغتونو کې ۲۳۰زره روغ ماشومانو زیږدلي دي او که د نفوسو وده همداسې دوام وکړي، نو افغانستان به په ۲۰۵۰ کال کې له ۶۰ تر ۷۰ میلیونه پورې وګړي ولري.
همداشان د ده په باور تیر کال کې ۷ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی.
تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس یوه پيښه په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل چې تیر یو کال کې ۳۰ زره هغو میرمنو ته رسیدنه شوې، چې په کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي و.