وسله والو طالبانو په کندز ولایت کې په دوو جلا پيښو کې ۱۸ تنه امنیتي سرتیري وژلي او ۱۰ نور یې له ځان سره وړي دي.
په کندز کې یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو نن چهارشنبه سهار وختي د امام صاحب ولسوالۍ بُته کشان سیمه کې پر امنیتي پوستې برید کړی او لس تنه سرحدي سرتیري یې له ځان سره وړي دي.
د سرچینې په وینا دغې ډلې په دوبولوله او باغ شرکت سیمه کې هم پر امنیتي پوستې برید کړی چې نتیجه کې یې ۱۵ تنه د ملي اردو سرتیري او ۳ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني یک تلویزیون سره په خبرو کې وویل طالبانو تیره شپه شاخوا یوولس بجې د ملي اردو پر پوستې برید کړی او شاوخوا لس سرتیري یې وژلي دي.
دفاع وزارت وایي په دې بریدونو کې ۱۰ طالبان او ۷ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو وړمه ورځ اعلان وکړ چې د تاوتریخوالي د کمښت موده پای ته رسیدلې او له دې وروسته به پر افغان ځواکونو خپل بریدونه پيل کړي، خو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.