پکتیکا ولایت کې په تېر یو کال کې تر ۵۰۰ پورې هغه پولیس سرتیري چې دندو ته نه حاضرېدل او یا د نورو لوپوړو چارواکو سره یې په خدمتي ډول دندې تر سره کولې له دندو لرې کړل شوي دي.
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنیخلکو ته د کلني حساب ورکولو غونډه کې ویلي چې د پکتیکا امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی او له همدې امله په دې ولایت کې په تېر یو کال کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې دي.
ښاغلي څمکني ویلي چې په دې ولایت کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یو زیات شمېر خیالي پولیس موجود و، چې دوی یې په تړاو څېړنې کړې او یاد کسان یې له دندو لرې کړي.
د پکتیکا والي دا هم ویلي چې د یاد ولایت امنیت تر پخوا ښه شوی او پایله یې دا شوه، چې په تېر یو کال کې یې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د پکتیکا ولایتي مسولین وایي چې د پوهنې په برخه کې یې هم په تېر یو کال کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې او په دې ولایت کې یې د انجونو ۱۳ هغه ښوونځي چې وسله والو طالبانو تړلي و بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.
پکتیکا د هیواد یو له وروسته پاتې ولایتونو نه شمیرل کیږي.