د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ استازې، میلان ورویر ویلي د افغانو ښځو له ونډې پرته دغه هیواد ته ریښتینې سوله نشی راتلای.
میرمن ورویر ویلي که چیرې افغانې میرمنې څنډې ته کړای شي، نو د سولې لپاره هیڅ روښانه راتلونکی نشته.
میلان ورویر د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي امریکا کې په ځانګړي توګه د دغه هیواد کانګرس کې ډيری خلک د افغان مېرمنو ملاتړ کوي.
داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او ټاکل شوې ده چې راتلونکو څو ورځو کې د بین لافغاني خبرو لړۍ پيل شي.