د میدان وردګو ولایت والي، مظفرالدین یمین وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له تیرو دوو ورځو راهیسې ۵۵ تنه ولسي وګړي له ځان سره وړي دي.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ ولسوال فضل الحق حقمل هم دغه پيښه تاییدوي.
دوی وایي دا کسان حکومت سره د اړیکو په تور نیول شوي دي، خو د دوی موندنې ښيي چې طالبانو دغه کسان د دې لپاره نیولي چې راتلونکي ورځو کې یې د حکومت په زندانونو کې خپلو بندیانو سره تبادله کړي.
ځایي خلکو هم ویلي چېد طالبانو لخوا نیول شوي کسان ټول ملکي کسان دي او دولت سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې ۵۰۰۰ طالب زندانیان د حکومت له زندانونو او ۱۰۰۰ تنه د افغان سرتیرو بندیان د طالبانو له زندانونو ازاد شي.