د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي که چیرې د افغانستان دولت پاکستان سره کومه ستونزه لري، نو کولی شي هغه د مستقیمو خبرو له لارې اسلام اباد سره حل کړي.
قریشي ویلي افغانستان دې دغو خپلمنځي ستونزو کې امریکا نه ښکیلوي، ځکه چې د ده په وینا امریکا له افغاستانه وځي، خو پاکستان به د تل لپاره د افغانستان ګاونډی وي.
کیدای شي قریشي دا خبرې د ولسمشر غنی د تیرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې کړي وي.
ولسمشر غني پرون په یوه ناسته کې وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې باید د طالب او پاکستان اړیکې او پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونو په اړه وضاحت ورکړل شوی وای.