په کونړ ولایت کې د یو مهم قومندان کرامت الله په ګډون ۴۲ تنه داعش وسله وال دولت ته تسلیم شول.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ویلي چې په کونړ کې داعش ډله له ماتې سره مخامخ ده. نور د افغان ځواکونو په وړاندې د جګړې توان نلري او په نږدې وختونو کې به د داعش ډلې ګن شمیر نور غړي هم دولت ته تسلیم شي.
د کونړ امنیه قومندان شفيق الله سهر هم ویلي چې یادو وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل او نرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کې د دولت ضد فعالیتونه کول، چې د ملي پولیسو په هڅو دولت ته تسلیم شول.
د افغانستان کنړ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې داعش وسله وال یې په زیاتو سیمو کې فعالیتونه درلودل.
د افغانستان حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې داعش ته یې په ننګرهار کې ماتې ورکړې ده.