د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو به تازه څرګندونو کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو باندې ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې د ولسمشر غني د تیرې ورځې هغو خبرو پر غبرګون کې دي، چې ویلي یې و له بین الافغاني خبرو وړاندې طالب بندیان نه خوشې کوي.
غنيویلي و چې افغان حکومت د پنځه زره بندیانو خوشي کولو ته ژمن نه دی او پر دې مسایلو به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د افغانستان د سولې مسئله داسې مرحلې ته رسېدلې چې ځينې خلک پکې سیالي او رقابت کوي.
دده په خبره امریکا تر دې وړاندې هم طالب زندانیان خوشي کړي دي او اوس د نورو بندیانو د خوشي کولو لپاره له دواړو لورو سره کار ته ادامه ورکوي.
د حکومت له لوري د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه ده، چې د شنبې په ورځ دوحه کې لاسلیک شوه.
ویل شوي چې طالبان به هم د دې کار په بدل کې دوی سره د افغان ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.