د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي نږدې راتلونکې کې به له طالب مشرانو سره له نږدې وویني.
ټرمپ دا خبرې پرون د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته په واشینګټن کې یوې خبرې غونډې ته کړې دي.
هغه ویلي: “په نږدې راتلونکې کې به له طالب مشرانو سره په شخصي دول ووینم او هیله مند یم دوی پر هغه څه عمل کوي چې هوکړه یې پرې کړې ده. دوی به ترهګر او بد خلک وژني او دا جګړې ته به دوام ورکوي.”
ټرمپ زیاته کړې چې دوي په عراق او سوریه کې د داعش خلافت له منځه وړی او افغانستان کې یې هم زیات شمیر داعش جنګیالي وژلي دي، خو په خبره یې اوس یې وخت دی چې دا کار طالبانو ته وسپارل شي.
ټرمپ ویلي هیله لري چې طالبان غواړي وښيي چې امریکا خپل وخت خوشې نه ده ضایع کړې.
هغه زیاته کړې: “که چیرې بدې پيښې رامنځته شي موږ بیرته ورګرځو. غواړم خلک پوه شي چې موږ به بیرته ورګرځو. موږ به بیرته ډیر ګړندی او داسې ځواک سره وګرځو چې هیچا تر اوسه نه ده لیدلې.”
د امریکا ولسمشر طالبان ښه جنګیالی بللي خو زیاته کړې یې ده چې دغه جنگیالي هم اوس له جګړې ستړي شوي دی.
امریکا او طالبانو پرون په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ او ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرات هم لس ورځې وروسته پيل شي.
خو افغانستان کې سیاسي جنجالونو ته په کتو سره به ولیدل شي چې د افغانستان حکومت کولی شي طالبانو سره خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی وټاکلی که نه؟