پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې د کندهار چمن پوله د یوې اونۍ لپاره له افغانستان سره تړي.
دا پریکړه په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو په غبرګون کې شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دا پوله سبا دوشنبې تړل کیږي او یوه اونۍ به دوام کوي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ پر اساس د ویروس مخنیوي لپاره په پړا چنار او تورخم کې روغتیایي مرکزونه هم جوړ شوي دي.
پاکستاني سرچینې وایي چې په تیرو پنځو ورځو کې نږدې ۱۰۰۰۰ کسان له روغتیایي پړاوو تیر شوي دي، ترڅو پاکستان ته د ننه نشي.
کرونا ویروس د افغانستان، پاکستان او ایران په شمول د سیمې زیاتو هیوادونو کې خپور شوی دی.