په واشینګټن کې چارواکو د کرونا ویروس له امله د یو تن د مړ کیدو خبر ورکړی.
دا کس ۵۰ کاله عمر درلود او په یوه روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
تر اوسه په امریکا کې د کرونا ویروس ۶۷ پيښې منل شوي دي.
له دې وړاندې په یو امریکایي د چین په ووهان ایالت کې د کرونا ښکار شوی و.
په بریټانیا کې هم پر کرونا د ککړو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته رسیدلی دی.
په ایران، ایټالیا او جاپان کې هم د دې ناروغۍ قربانیان د ډيریدو په حال کې دي.
په جنوبي کوریا کې د دغو ناروغانو شمیر ۳۱۵۰ تنو ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون اعلان وکړ چې د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې ۸۵زره کسان پر کرونا اخته شوي او د دې ناروغۍ د قربانیاو شمیر هم نږدې ۳۰زرو ته رسیدلی دی.