اندونیزیایی ۷۱ کلن مستري روني ګونوان له شپږو میاشتو هڅو وروسته په دې وتوانید چې د دوو سټرینګونو لرونکی موټر بازار ته وباسي، خو په واټونو کې له څلورو ساعتونو ګرځیدو وروسته پولیسو د قانون ماتولو په تور ونیو.
ګونوان د خپلو لسو نورو همکارانو په مرسته په شپږو میاشتو کې داسې موټر جوړ کړی چې دوه سټرینګونه یو په مخ کې او یو په شاه کې، دوه پیډلونه، دوه انجنونه، دوه ګیرونه او یو د تیلو ټانک لري.
په یو وخت کې دوه کسان کولی شي چې د روني ګونوال موټر وچلوي.
دغه کس دوه د ټویوټا لمبو موټر په منځ نیم کړي او بیایي مخونه سره نښلولي دي
د روني موټر د جنورۍ په پنځمه له دې امله د پولیسو له لوري ودرول شو، چې ترافیکي قانون یې تر پښو لاندې کړل.
د ترافیکو په وینا دغه نوي موټر د اندونیزیا د ترافیکو قانون دوه ماتې تر پښو لاندې کړي، یو دا چې د شاه څراغونه یې نه درلودل او به دا چې د ابعادو له مخې مناسب نه و.
همداشان د موټر لرونکي د دغه موټر د جوړولو لپاره له حکومته لایسنس نه و ترلاسه کړي.
دا موټر دوه نمبر پلیټونهلري او د دوو بیلابیلو موټرو به نوم ثبت شوی دی.
ترافیکو موټر د هغه څښتن ته سپارلی، خو دا یادونه یې هم ورته کړې چې له دې وروسته یې سړک ته ونه باسي.