د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکنیزو ډلې ویاند، فریدون خوځون ویلي دغې ډلې د عبدالله عبدالله لوړې مراسمو لپاره چمتووالی روان کړی دی.
ښاغلي خوځون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ټولشموله حکومت ولسمشر عبدالله عبدالله لوړې مراسمو لپاره نن دوشنبه ناسته شوې او د دې مراسمو دقیقه نیټه به ډیر ژر اعلان شي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره شي.