د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نهايي شي، هغه به یې لاسلیک کړي.
ټرمب د یکشنبې په ورځې په سپينې ماڼۍ کې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کوي کنه وویل: “هو، زه به په کې خپل نوم هم ولیکم.”
ټرمپ پرون له دې خبرو وروسته هند ته په دوه ورځنی سفر تللی دی.
ولسمشر ټرمپ ونه ویل چې د امریکا-طالبانو د سولې دا تړون به کله او چېرته لاسلیک کیږي، خو طالبانو ویلي چې دا به د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) په قطر کې لاسلیک کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي.
ولسمشر ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي ۷-ورځنی تړون د شنبې له شپې پیل شوې چې یوه اونۍدوام کوي.
امریکايي چارواکي وايي چې له طالبانو سره له تړون لاسلیک کولو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.