په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ په پيلیدو سره د هیواد یو شمیر سیمو کې د مخابراتي شبکو او د لویو لارو د امنیت ستونزې حل شوي دي.
د هیواد ډیریو سیمو کې چې پخوا طالبانو مخابراتي شبکو ته پکې اجازه نه ورکوله، تیره شپه مخابراتي شبکې پکې فعالې شوي دي.
د افغانستان د مخابراتي شبکو د نتظیم اداره یا اترا ویلي چې طالبانو پرون شپه د مخابراتي شبکو د فعالیت مخه نه ده نیولې.
په همدې ډول د لویو لارو موټر چلوونکي او مسافر هم د خوندي امنیت له امله خوښ دي.
د شنبې په ورځ په پکتیا او بلخ ولایتونو او نن په کندهار کې د طالبانو د بریدونو رپوټونه خپاره شوي دي، خو دا پيښې د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ د پيلیدو وړاندې په نسبت ډیر کم دي.
په تیرو دوو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې پنځه تنه افغان سرتیري وژل شوي او دیارلس نور ژوبل دي.
طالبانو ویلي د تاوتریخوالي کمیدل، د بشپړ اوبند په مانا نه ده او دوی به د هوکړې سره سم په هغو سیمو کې چې پرې هوکړه نه ده شوې، بریدونه کوي.
بله خوا افغان ځواکونه وایي په ټول هیواد کې یې عملیات درولي او ټول ځواکونه په دفاعي حالت کي دي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.