د افغانستان په لویدیځ ګاونډ، ایران کې ۳۰ تنه د کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.
داسې حال کې چې چین په دغه هیواد کې د کرونا د چټکتیا د کمیدو خبر ورکړی، په نورو هیوادونو کې بیا دغه ناروغي لا په چټکې سره د خپریدو په حال کې ده.
په چین کې ۷۶ زره او ۳۰۰ تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي او ۲۳۰۰ نور ترې مړه شوي دي.
فرانسې خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله لیکلي چې یواځې د ایران په قم ولایت کې پر کرونا د اخته او مشکوکو کسانو شمیر تر ۳۰۰ اوښتی دی.
په اسراییلو، مصر او عربي اماراتو کې هم د کرونا پيښې ثبت شوي دي.