په قطر کې طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، امریکا او طالبان له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش په اړه هوکړې ته رسېدلې دي.
سهیل شاهین پرون جمعه له ډان ورځپاڼې سره په تلیفوني مرکه کې ویلي چې، طالبان له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او زیاتوي چې، اوس مهال ددغې هوکړې د عملي کولو پرمیکانیزم کار روان دی.
ورځپاڼه د سهیل شاهین له قوله لیکي چې، امریکایي او طالب استازو پرون جمعه د ځواکونو د وتلو په اړه عمومي خبرې کړې دي او ټاکل شوې نن شنبه به ددغې هوکړې د عملي کولو په لارو چارو خبرې وشي.
همدارنګه سهیل شاهین دا هم ویلي چې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش به هغه وخت اعلان شي کله چې، دواړه لوري د یادې هوکړې د عملي کولو په اړه موافقې ته ورسیږي.