د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر کې د رغنده رول لوبولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې د دوی له هڅو پرته د دې بهیر دبریالي کیدو امکان نه و.
قریشي ویلي پاکستان د افغانستان سولې بهیر بریا لپاره د تګلاره جوړولو کې رغنده رول لوبولی دی.
قریشي ویلي: “کله چې خلیلزاد وروستی ځل پاکستان ته سفر وکړ، موږ له لومړي وزیر سره د افغانستان د سولې تګلاره جوړه کړه. ما خلیلزاد ته وویل چې دوی او د دوی ملګري هیوادونه باید هغو عناصرو ته متوجه ووسی چې د افغاستان جګړه کې خپله ګټه ګوري. موږ خبرداری ورکړ چې دغه عناصر غواړي د سولې بهیر له منځه یوسي.”
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د افغان سولې بهیر ډیر پیچلی بهیر و او د حل کولو لپاره یې هیڅ نظامی لاره نه وه.
هغه ویلي کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو تیر کال پاکستان ته سفر وکړ د دواړو هیواونو ترمنځ اړیکې تر وروستۍ کچې خرابې وې.
قریشي زیاته کړه: “پمپیو ماته وویل چې د امریکا او پاکستان د اړیکو د رغیدو لاره له کابله تیریږي. اوس غواړم وریاد کړم چې موږ خپلې ټولې ژمنې نه یواځې دا چې پوره کړې، بلکې موږ د سولې یو ټیم جوړ کړ او د دغه بهیر بریا لپاره مو اسانتیا برابره کړه.”
قریشی ویلي چې د فغانستان حکومت باید د خپل هیواد راتلونکي په اړه فکر وکړی او د سولې تامین لپاره هڅې دوه برابره کړي.
ده افغان له حکومته غوښتنه کړې چې د سولې بقا لپاره خپل داخلي پارتیزان سیاست ته بدلون ورکړی.
د قریشي په وینا “تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي، ځکه چې دا تړون زموږ له هڅو پرته نا ممکن و. له فبرورۍ وروسته به موږ د بین الافغاني سولې لپاره یو پلاوی جوړ کړو او موږ دا پریکړه هم کړې چې دا مذاکرات کله او څنګه پرمخ لاړ شي. پاکستان د سولې بهیر کې خپله دنده په ریښتینې ډول ترسره کړې او اوس افغان حکومت پورې تړاو لري چې خپله دنده ترسره کړي.”
قریشي ویلي دا اسانه نه و چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، نو له همدې امله د امریکا په ګډون ټوله نړۍ د پاکستان د هڅو مننه کوي.
د ده په خبره: “نړۍ پوهیږي چې دواړه خواوې له ۱۹ کلونو راهیسې په نښته کې دي. کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو سره خبرې ودرولې، دا پاکستان و چې امریکا یې بیرته خبرو ته راوستله.”
افغانستان کې د تیرې شپې له دولس بجو راهیسې د جګړو غاړو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو بهیر پيل شویدی.
دا بهیر به تر یوې اونۍ روان و او له هغه وروسته د امریکا او طالبانو رتنځ د سولې تړون لاسلیک کیږي.