ملګرو ملتونو افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو یا اورکم اونۍ له پيلیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اووه ورځې کولی شي دغه هیواد کې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې راتلو لپاره د جګړې له ټولو غاړو سره په ګډه کار کوي او دغه بهیر کې د افغانانو په مشرۍ د ټولشموله خبرو ملاتړکوي.
یونما د جګړې له ټولو غاړو غوښتي چې افغانستان کې د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي کمولو نورې لارې چارې هم ولټوي.
افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ تیره شپه دولس بجې پيل شوې ده.
د دغې اونۍ په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیږي او له هغه وروسته د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو نوبت دی.