د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مایک پمپیو ويلي واشنګټن د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو پایله له نږدي څخه څاري.
مايک پميو سعودي عربستان ته د سفر پر مهال ويلي چې د ټاکنو پایلو او ټولو برخو کې د شفافیت په اړه ډاډمن کیدو لپاره د ولسمشريزو ټاکنو پايلې له نږدي څخه څاري.
پميو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي مخکې تر دې چې ناوخته شي، دوی به په دې اړه اعلاميه خپره کړي.
د ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلانهکه څه هم درې ورځي نیرې شوي دي، خو امريکا تر دې مهاله د دغې پایلې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خو يو شمير امريکايی سناتورانو په دې اړه څرګندوني کړي دي. لندسي ګراهام پرون پر خپله ټويټر پانه ولسمشر غني ته د بريالي مبارکي ورکړي وه.