د افغانستان د سیاسي ګونددونو د سولې نوې طرحه په ډاګه شوه.
په دغه طرحه کې د تاوتریخوالي کمیدل، سیاسي مشارکت او د اساسي قانون لویې جرګې جوړیدل، د بین الافغاني خبرو لپاره تګلاره بلل شوې ده.
د دغې طرحې پر اساس چې یک تلویزیون ته رسیدلې، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام به د جمهوریت پر ځای ملي اسلامي نظام وي، خو د تیرو کلونو لاسته راوړنو باندې هم ټینګار شوی دی.
همداشان د سولې ملي شورا جوړیدل هم په دې طرحه کې ځای شوې ده، چې ۷۰ غړي به لري او له ډلې به یې ۱۵ تنه د سولې خبرو لپاره وګمارل شي.
د سولې ملي شورا غړي به داسې ټاکل کیږي:
لسکسان چې دوه میرمنې به هم پکې وي د دولت په استازیتوب
د افغانستان د میرمنو په استازیتوب ۵ میرمنې
د اهل هنودو له ډلې یو کس
د دیني عالمانو په استازیتوب ۴ کسان
د سیاسي او جهادي ګوندونو په استازیتوب ۴۰ کسان
د مدني ټولنو په استازیتوب ۱۰ کسان
او لس نور کسان د قومي بنسټونو په ستازیتوب
ټینګار شوی چې دغه ۱۵ کسیز پلاوی به د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب طالبانو سره خبرې کوي.
دا طرحه په ۳۰ مخونو کې د (د سولې ملي طرحه) په نوم چمتو شوې ده.
دې طرحه کې تر ډیره د مذاکراتي پلاوي جوړیدو، مشروعیت او صلاحیت، د سولې خبرو څرنګوالي او د سولې هوکړې وروسته ګانونو باندې تمرکز شوی دی.
دغه سرحه کې د کړکیچ له مرحلې د سولې مرحلې ته د تیریدو یوه ټاکلې مرحله هم په پام کې نیول شوې ده.
د امریکا او طالبانو د خبرو دوام
د انساني لاسته راوړنو لکه د بیان ازادي د ښځو او اقلیتونو حقوقو ساتنه
د سولې هوکړې تطبیق لپاره نړیوال ضمانت
د ملي اسلامي نظام حاکمیت چې هدف یې هم روښانه نه دی
د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل
او د بندیانو خوشې کیدل د دغې طرحې نور مهم او غټ ټکي دي.
د یادولو وړ ده چې دغې طرحې د سولې خبرو کې د حکومت ونډه ډیره پیکه ښودلې ده، داسې حال کې چې حکومت د سولې خبرو کې پر خپل محوریت باندې ټینګار کوي.