د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي امریکا سره د دوی کیدونکې سولې هوکړه کې د افغانستان حکومت سره د مذاکراتو هیڅ ذکر نه دی شوی.
خو ښاغلي شاهین زیاته کړې چې دغه تړون کې د طالبانو او افغانستان کې نورو جنګي خواوو سره د مذاکراتو ذکر شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې پر خپل محوریت ټینګار کوي.
سهیل شاهین د بریټانیا (انډیپنډنس) ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه چمتو شوې او تر راتلونکې یوې ورځې پورې به یې د لاسلیک کیدو دقیقه نیټه اعلان شي.
سهیل شاهین همداشان ویلي چې په دې هوکړه کې پر اوربند هم هوکړه نه ده شوې، خو دواړه خواوې به د تړون لاسلیک کیدو لپاره د امن چاپیریال رامنځته کوي.
هغه همداشان ویلي چې د سولې تړون عملي کیدو تضمین لپاره یو میکانیز چمتو شوی دی چې له مخې به یې د سولې د جزیاتو څارنه کیږي.
ده همداشان ویلي چې د تړون لاسلیک کیدو پرمهال به د نړۍ ۲۴هیوادونه هم د شاهدانو په توګه موجود وي.
تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک کیدو دقیقه نیټه نه ده معلومه، خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې دا تړون به د روانې فبرورۍ میاشتې تر پایه لاسلیک شي.