د ايران د روغتيا وزارت اعلان کړی چې د دغه هیواد په قم ښار کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د ايران روغتيا وزارت ويلي چې ممکن ددې دوو وژل شوو کسانو خپلوان هم په کرونا ويروس اخته وي چې ډير ژر به يي دا خپلوان قرنطين شي.
ايراني رسنيو راپورونه خپاره کړي چې نن په قم ښار کې ټول پوهنتونونه او ښوونځي تړل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې په چين کې ددې ناروغۍ له امله د وژل شوو کسانو شمير دوه زره يو سل او اتلس کسانو ته رسېدلی دی.