هند کې د (انډین ۲) فلم ډکولو پرمهال د کرېن لویدلو پیښه کې درې کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
دا پيښه تیره شپه د هند په چینای ایالت کې هغه مهال رامنځته شوې چې د سټوډیو کار کوونکي د صحنې پر تیارولو لګیا و.
پولیسو پيښه منلې خو وایي د فلم هلک کمال حسن ته پکې زیان نه دی اوښتی.
د هند د انډین اکسپرس خبري رسنۍ د رپوټ پر اساس په ټولنیزو رسنیو کې د فلم د ډایرکټر شنکر د زخمي کیدو اوازې هم خپرې شوي، خو هغه ته پکې زیان نه دی اوښتی.
په وژل شوو کسانو کې دوه اشپزان او یو د ډایرکټر مرستیال شامل دي.
دا لومړنۍ پيښه ده چې هند کې د فلم ډکولو پرمهال رامنځته کیږي.